کابل -- د سره صلیب ادارې د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۹ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې یادې نړیوالې ادارې پرېکړه کړې چې د هغې په کارمندانو باندې له یو لړ مرګونو بریدونو څخه وروسته په افغانستان کې خپل حضور «ډېر راکم» کړي.
په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د رییسې مونیکا زناریلي په وینا، «د ۲۰۱۶ له ډسمبر راهیسې، د سره صلیب نړیواله کمېټه د افغانستان په شمال کې درې ځلې په نښه شوې چې په دې کې زمونږ یو له تر ټولو خوندي مرکزونو څخه چې په مزارشریف کې د ري هبلیټیشن یا فزیکي درملنې مرکز دی، هم شامل دی،»
خبرپاڼه زیاتوي، په میمنه او کندوز کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې دفترونه به وتړل شي، په داسې حال کې چې په مزارشریف کې د هغوی فرعي څانګه کې به د کارمندانو شمېر ډېر راکم کړای شي.