ننګرهار -- خامه پرېس د یکشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۲ مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې په ننګرهار ولایت کې د داعش پر یوه کمپ یوه هوایي برید د دغه ګروپ ۴۰ غړي ووژل.
ځایي امنیتي چارواکو وویل، چې دغه هوایي برید د شنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۱ مه/ په اچین ولسوالۍ کې ترسره شو.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه کمپ د داعش له خوا د ځانمرګو بمي بریدګرو د روزنې لپاره کارول کېده.