ننګرهار -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۶ مه/ راپور ورکړ، چې د ایتلاف هوایي برید د چارشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۵ مه/ په ننګرهار ولایت کې د داعش یو پټنځای په نښه کړ، او د دغې ډلې ۱۴ کسان یې ووژل.
دغه هوایي برید د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې ترسره شو.د داعش او طالبانو تر منځ نښتو سلګونه کورنۍ مجبورې کړې چې په دې سیمه کې له خپلو کورونو څخه وځي.
د ولایت امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې په دې برید کې د داعش اړوند یو شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونکي مواد ویجاړ کړای شول.