ننګرهار-- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۳۰ مه/ د افغان چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د طالبانو او داعش تر منځ په ننګرهار ولایت کې د وروستیو نښتو په ترڅ کې تلفات ډېر شوي دي.
د افغان ملي اردو په وینا، جګړې د یکشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۹ مه/ لږ تر لږه ۶ تنه طالبان او ۵ تنه د داعش غړي ووژل.
یادو اورپکو ډلو په دې هکله څه نه دي ویلي.