غزني-- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې د سړک د غاړې یوه بم د پنجشنبې په ورځ /د نومبر ۲ مه/ په غزني ولایت کې لږ تر لږه ۲ پولیس افسران او یوه ۱۰ کلنه نجلۍ ټپیان کړل.
ولایتي ادارې وویل، چې دغه چاودنه د ولایت د امنیه قوماندانۍ مخې ته وشوه.
یوه عیني شاهد وویل، چې یو ماین، چې د سړک غاړې ته ځای پرځای شوی وو، هلته د یو شمېر پولیس افسرانو له یوځای کېدلو څخه وروسته وچاودېد.
هېڅ ډلې د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.