هلمند -- خامه پرېس د جمعې په ورځ /د نومبر ۳ مه/ راپور ورکړ، چې په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه طالب اورپکي ووژل شول.
د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د افغان ملي اردو د توپچي یونټونو په ګرېشک ولسوالۍ کې په طالبانو د توپونو ډزې وکړې، او لږ تر لږه ۶ تنه اورپکي یې ووژل.
افغان هوایي ځواک په لشکرګاه او نادعلي ولسوالیو او د ګرېشک ولسوالۍ په سپین جومات سیمه کې ګڼې هوایي حملې وکړې، او لږ تر لږه ۵ تنه طالب اورپکي یې ووژل.
طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.