د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو په هلمند کې ۱۹ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

هلمند -- ملي امنیت ریاست د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۲۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو په هلمند ولایت کې په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۹ تنه طالب اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې د برید د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته راغلي چې دغه عملیات په ګرېشک ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه مرکز باندې ترسره شول.‌

اعلامیه زیاتوي چې عسکرو د اورپکو وسلې ضبط کړې.‌

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500