په هلمند کې د ۴ وژل شویو اورپکو په ډله کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان شامل دی

سلام ټایمز

هلمند -- د ملي امنیت ریاست د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۱۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د هغوی ځانګړیو ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې د یوه قوماندان په کلا برید وکړ او څلور تنه اورپکي یې ووژل.

په اعلامیه کې د پېښې وخت نه دی یاد شوی خو ليکي چې دغه عملیات په مارجه ولسوالۍ کې ترسره شول.‌

د اعلامیې په اساس، په وژل شویو کې د طالبانو قوماندان چې د عطاءالله په نامه یاد شوی، وژل شوی دی.

اعلامیه زیاتوي چې عسکرو شپږ توپکونه، دوه لاسي بمونه، یوه مخابره، درې موټرونه او یو څه لیکلي تبلیغاتي مواد ضبط کړل.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500