افغان ځواکونو په هلمند کې د القاعدې ګڼ شمېر غړي او طالبان ووژل

سلام ټایمز

هلمند -- د ملي امنیت ریاست د سې شنبې په ورځ /د تلې ۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو په هلمند ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د القاعدې د ترهګرې ډلې لږ تر لږه ۶ غړي او ۱۷ تنه طالب جنګیالي ووژل.

په اعلامیه کې راغلی چې په وژل شویو کې د هلمند ولایت لپاره د فیضاني په نامه د القاعدې مشر شامل دی، خو د دې عملیاتو د وخت په هکله یې څه نه دي ویل شوي.

اعلامیه زیاتوي چې د نوزاد ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي قوماندان هم ووژل شو.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه تبصره نه ده کړې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500