افغان ځواکونو په فراه کې د طالبانو تښتېدونکی قوماندان ونیو

سلام ټایمز

فراه -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د وري ۲۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په فراه ولایت کې د طالبانو یو قوماندان چې غوښتل یې وتښتي، ونیو.

په اعلامیه کې د نیونې د وخت په هکله له جزیاتو څخه پرته راغلي چې مشکوک کس چې نوم یې ملا عزیزالله یاد شوی او د ذکري په نامه هم یادېده، تېره اونۍ د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له خوا ټپي شوی وو.

اعلامیه زیاتوي چې عزیزالله په هلمند، بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې د ترهګریزو بریدونو په پلانولو کې لاس درلود.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500