مزارشریف - د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو، چې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت هوایي ملاتړ یې درلود، په فاریاب ولایت کې لږ تر لږه ۱۴ تنه طالب اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات د یکشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۶مه/ د ماسپښین خواوشا ۴ بجې د المار ولسوالۍ په جلګلدي، غولي، او دېوانه خانه کليو کې ترسره شول.
د اعلامیې په اساس، په وژل شویو کې د طالبانو ځایي چارواکي سید عزیزالله او ملا زین الله هم شامل دي.
طالبانو سمدلاسه څه نه دي ویلي.