په جوزجان کې د طالبانو مهم مشر تسلیم شو

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د طالبانو یو مهم محلي مشر د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۱۸مه/ د جوزجان ولایت په قوش تېپه ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته تسلیم شو.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه سړي، چې د قدرت الله په نامه یاد شوی دی، خپل توپک او یو موټرسایکل افغان ځواکونو ته تسلیم کړي دي.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500