په فاریاب کې د طالبانو مهم قوماندان تسلیم شو

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۲۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د طالبانو یو مهم قوماندان په فاریاب ولایت کې افغان ځواکونو ته ور اوښتی دی.‌

په اعلامیه کې راغلي چې د تخت مېش په نامه دغه پخوانی اورپکی د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۲۲مه/ په المار ولسوالۍ کې ورغی.

اعلامیه زیاتوي چې تخت مېش خپلې وسلې تسلیم کړې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500