تروريزم

چارواکي وایي چې طالبان افغان ماشومان غولوي

نجیب الله

د کابل پولیس د سپتمبر په ۴ مه د یوه نیول شوي اورپکي عزیزالله په ملا باندې لګېدلی خال ښیي. نوموړی وایي چې د هغه طالب قوماندان ادعا کوله چې دغه خال به جنت ته د هغه تګ یقیني کړي. مذهبي عالمان دغه ډول ادعاوو ته د ارتداد په سترګه ګوري. [د کابل پولیسو د خبري کانفرانس نه رابېل شوی عکس]

د کابل پولیس د سپتمبر په ۴ مه د یوه نیول شوي اورپکي عزیزالله په ملا باندې لګېدلی خال ښیي. نوموړی وایي چې د هغه طالب قوماندان ادعا کوله چې دغه خال به جنت ته د هغه تګ یقیني کړي. مذهبي عالمان دغه ډول ادعاوو ته د ارتداد په سترګه ګوري. [د کابل پولیسو د خبري کانفرانس نه رابېل شوی عکس]

کابل -- افغان وګړي او چارواکي وایي چې طالب اورپکي د خلکو د معلوماتو د کموالي، مذهبي عقایدو، او بې سوادۍ نه په ګټه اخیستنې سره، نوي کسان استخداموي او د مرګ خولې ته یې لېږي.

په یوه وروستۍ پېښه کې، د کابل پولیسو د څلورو کسانو یوه ډله چې د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو شک پرې کېده له درنو چاودونکیو واسکټونو سره، مخکې له دې چې خپلو هدفونو ته ور ورسېږي، ونیوله.

د پولیسو په وینا د ځینې شکمنو کسانو په بدنونو باندې د بدن پرې کولو او خالونو ښکاره نښې موجودې دي.

د کابل د امنیې قوماندان عبدالرحمان رحیمي د سپتمبر په ۴ مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «د دغو کسانو په ملاګانو او سینو باندې نښې لګول شوې دي او ورته ویل شوي دي چې دا د جنت ټاپې دي. سربېره پر دې د هغوی اوږې پرې شوي او داغونه پرې لګول شوي دي، چې د طالبانو نور غړي یې وپېژندلی شي.»

د نیول شویو کسانو له ډلې څخه د عزیزالله په نامه یوه کس ژورنالستانو ته وویل چې د هغه طالب قوماندان د هغوی په بدنونو باندې نښې جوړې کړې او هغوی ته یې وویل چې د مړینې په صورت کې به د رنګ ټاپه جنت ته د هغوی د مستقیم تګ سبب وګرځي.

هغه د خبري کانفرانس په ترڅ کې وویل، «هغوی مونږ ته وویل چې وروسته له هغه چې مونږ یوه ځانمرګې حمله وکړو، زمونږ به یوازې ګوته پرې شي او مونږ به ژوندي پاتې شو.»

د عامو خلکو غولول

افغان پوهان او تحلیلګران وایي چې اورپکو د افغانستان خلک په بېلابېلو چلونوغولولي او د تېرې لسیزې پر وخت د زرګونو بې ګناه ملکیانو د شهادت سبب ګرځېدلي دي.

د کابل یوه اوسېدونکي شریف محمدي وویل، «دا لومړی ځل نه دی. مونږ په رسنیو کې د نیول شویو اورپکو اعترافونه لیدلي دي چې وایي چې هغوی غولول شوي او د جهاد تر نامه لاندې یې د حکومت پر ضد جنګ کاوه.»

شریف سلام ټایمز ته وویل، «د هغو اورپکو ډېره برخه چې ترهګریز عملونه ترسره کوي په حقیقت کې ناخبره او غولول شوي افراد دي چې فکر کوي چې هغوی به د نورو په وژنې سره جنت ته لاړ شي.»

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي یوې ۲۵ کلنې محصلې وویل، اورپکي د بې سوادو او ساده خلکو نه استفاده کوي او خلک پرې وژني.

مریم سلام ټایمز ته وویل، «که حکومت او نړیواله ټولنه هیله لري چې له افغانستان او نړۍ څخه ترهګري ختمه کړي، هغوی باید د فقر او بې سوادۍ پر ضد مبارزه وکړي. یو ځل چې د خبرتیا سطحه لوړه شي، بیا ترهګر نشي کولی چې د عامه خبرتیا له کموالي څخه بده استفاده وکړي.»

اورپکي له اسلام څخه ناخبر دي

مذهبي عالمان هم تاکید کوي چې د بې ګناه خلکو وژل یوه لویه ګناه ده، او هغه کسان چې دغه ډول جنایتونه ترسره کوي هغوی د سختې سزا مستحق دي.

افغان دیني عالم مولوي محب الله زاهد سلام ټایمز ته وویل، «اسلام د یوه بې ګناه انسان وژنه داسې ګڼي لکه څوک چې ټول انسانان ووژني. هغه څوک چې داسې فرېب ترسره کوي چې د بې ګناه خلکو د وژنې سبب ګرځي هغوی یوه لویه ګناه ترسره کوي.»

هغه زیاته کړه، «څومره چې هغو کسانو پورې اړه لري چې فرېب ورکول شوی دی، هغوی باید پوه شي چې هغوی د بې ګناه خلکو په وژنې سره جنت ته نه ځي؛ بلکه پر عکس یې، هغوی باید د یوې سختې اسماني سزا تمه ولري.»

په کابل کې د اسلامي علومو یوه محصل محمدالله عمران وویل، ترهګر داسې ځوانان چې له اسلامي اساساتو څخه ناخبره دي استخداموي.

هغه وویل، جګړه ماران خلک د اسلام تر نامه لاندې استخداموي او په غلطه د دین یو بې رحمه تصویر وړاندې کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د اوسني وضعې په پام کې نیولو سره، دا د افغان حکومت، او همدارنګه د هر مسلمان مسؤلیت دی چې له جوماتونو او رسنیو څخه داسې استفاده وکړي چې خلک د اسلام د صحیح تصویر په هکله خبر کړي، چې هیڅوک هم ونشي کولی چې د اسلام له نامه څخه بده استفاده وکړي.»

په کابل کې د امنیتي چارو یوه تحلیلګر بهروز اریا وویل، اورپکي خپل اکثر استخدام شوي کسان له لیرې پرتو او غریبو سیمو څخه را اخلي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په عمومي توګه، هغه خلک بې سواد دي، بې خبره دي او سخت مخلص مسلمانان دي چې کېدای شي ډېر ژر وغولول شي... ځکه چې هغوی ښوونې او روزنې او معلوماتو ته لاسرسی نه لري.»

اریا وویل، «هغه کسان چې د اورپکو له خوا د دې لپاره روزل کیږي چې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي هغوی له ولس او خلکو نه میاشتې میاشتې لیرې په خاصو ځایونو کې ساتل کیږي. اورپکي هغوی ته په مسلسل ډول د قیامت د ورځې او د جنت په هکله خبرې کوي. هغوی دغه کسان هیپنوټایز کوي څو هغوی ونشي کولی چې له خپلو غوښتل شویو هدفونو څخه پرته بل څه وویني.»

د طالبانو د ډلې کسان د سولې پروسې سره یوځای شول

ځینې طالبان چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له زیاتېدونکي مقاومت سره مخامخ کیږي په خپلو تېروتنو باندې پوهېږي.

ځایي رسنیو راپور ورکړ چې په وروستیو وختونو کې د سپتمبر په ۱۷مه په هلمند ولایت کې د طالبانو یوې ۲۰ کسیزې ډلې خپلې وسلې کېښودې او حکومت ته تسلیم شول.

د هلمند ولایت د والي حیات الله حیات په وینا په یاد ګروپ کې د طالبانو یو مشهور قوماندان ملا داود چې حبش باندې مشهور دی هم شامل دی.

د هلمند د ولایتي شورا مشر کریم اتل دغه خبر تایید کړ او ویې ویل چې تسلیم شویو کسانو وعده وکړه چې په سیمه کې به د سولې د راوستلو لپاره کار وکړي.

دغه تسلیمي په داسې یوه سیمه کې شوې ده چې هلته طالب یاغیانو او افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو کې سره نښتې وکړې چې طالبانو ته په کې درانه تلفات ورواوښتل.

چارواکي هیله څرګندوي چې دغه تسلیمي به په نورو اورپکو باندې تاثیر وکړي چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا سمه ده چې هغوی زمونږ ځوانان غولوي.‌ د داسې ډول راپورونو خپرول زمونږ د خلکو د خبرولو لپاره ګټور دي.‌

ځواب ورکړئ

تر هغه چې مونږ په له منځه وړلو او ماتې ورکولو باندې باور ونه کړو، مونږ باید دغو تیارو ورځو ته ځانونه وسپارو.

ځواب ورکړئ

دا ډیره بده ده

ځواب ورکړئ

دا د اسلام دشمانان دی الله دوی هلاک اوتباه کری

ځواب ورکړئ

هو.‌ لیکنه مې خوښه شوه. مفصله لیکنه ده بلکه څو راپورونه دي او ښه مفصل راپورونه. پرون حزب اسلامي ګوند د افغانستان له حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ، مونږ هیله لرو چې طالبان هم ژر د سولې پروسې سره یوځای شي او نور د منافق پاکستان په خوله خپل افغانان ونه وژني. تل دې وي سوله

ځواب ورکړئ