په کندهار او فراه کې د تلاشۍ په پوستو د بریدونو له څپې څخه وروسته ۴۵ طالبان ووژل شول

ای اېف پي

کابل -- چارواکو د سې شنبې په ورځ /د نومبر ۱۴مه/ وویل، چې په کندهار او فراه ولایتونو کې د تلاشۍ پر پوستو د طالبانو د بریدونو په یوه څپه کې ۴۵ تنه طالب اورپکي ووژل شول.

د کندهار په جنوبي ولایت او د فراه په لوېدیځ ولایت کې طالبانو څو ساعته وروسته له هغه بریدونه وکړل، چې یوه ځانمرګي بریدګر په چاودېدونکیو توکو سمبال موټر د امریکایي ځواکونو له کاروان سره وواهه،‌ او ۴ تنه عسکر یې ټپیان کړل.‌

د کندهار د والي ویاند قدرت خوشبخت ای اېف پي ته وویل، د کندهار په میوند او ژړي ولسوالیو کې د دوشنبې /د نومبر ۱۳مې/ شپې جګړې خواوشا ۶ ساعته دوام وکړ.‌

هغه وویل،‌ په دې نښتو کې ۲۲ تنه پولیس افسران او ۴۵ تنه اورپکي ووژل شول.‌ په دغو همغږو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ تنه نور افسران ټپیان شول.

په عین وخت کې، د فراه د والي ویاند ناصر مهري سلام ټایمز ته وویل، په فراه ولایت کې په دوه جلا بریدونو کې د افغان اردو ۹ تنه عسکر او ۳ تنه ملکیان ووژل شول.‌

طالبانو په خپلو ټولنیزو رسنیو د دغو بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500