هوایي بریدونو په هرات کې ۵۰ طالب جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

هرات -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۱۵ مه/ راپور ورکړ، چې په هرات ولایت کې د طالبانو پر پټنځایونو افغان هوایي بریدونو لسګونه اورپکي وژلي یا ټپي کړي دي.‌

د افغانستان د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۱۵ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه هوایي بریدونه د ۲۴ ساعتونو په دوران کې په شینډنډ ولسوالۍ کې وشول، چې ۵۰ تنه اورپکي یې ووژل او ۴۲ تنه نور یې ټپیان کړل.‌

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په مړو کې د طالبانو یو ځایي مشر هم شامل دی.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500