جلال اباد -- د پولیسو په وینا، لږ تر لږه ۶ تنه افغانان د یکشنبې په ورځ /د ډسمبر ۳ مه/ هغه وخت ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپیان شول چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر په جلال اباد کې د یوې سیاسي غونډې پر غړو د موټرسایکل برید وکړ.
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وویل، دغه خلک په یوه لوبغالي کې د یوې غونډې لپاره سره راټول شوي ول چې د ولسمشر اشرف غني ملاتړ وکړي.
هغه ای اېف پي ته د ټیلیفون له لارې وویل، «د یوې ښځې او یوه ماشوم په شمول ۶ کسان ووژل شول،»
هیچا هم سمدلاسه د پېښې مسؤلیت پرغاړه وانه خیست.
تېره میاشت، یوه ځانمرګي برید،چې د داعش اورپکو یې مسؤلیت پرغاړه واخیست، په کابل کې یوه سیاسي غونډه په نښه کړه او ۱۴ کسان یې ووژل.