ننګرهار -- دوه موټرسایکل بمونو د دوشنبې په ماسپښین /د کب ۲۸ مه/ د ننګرهار ولایت په جلال اباد او د هرات ولایت په شینډنډ کې لږ تر لږه ۵ تنه ملکیان ووژل.
دغه دواړه چاودنې د یو ساعت په زماني توپیر سره پېښې شوې.
ای اېف پي راپور ورکړ، چې د جلال اباد چاودنه هغه وخت پېښه شوه چې د اورپکو د یوه پخواني قوماندان ګلبدین حکمتیار ملاتړيد فوټبال په یوه لوبغالي کې له یوې سیاسي غونډې څخه وروسته وتل.
حکمتیار، چې تېر کال له افغان حکومت سره د سولې د یوه تړون له لاسلیکولو څخه وروسته عادي ژوند ته راوګرځېد،په غونډه کې حاضر وو، خو دا معلومه نشوه چې ایا هدف هغه یا د هغه ملاتړي ول.
![د کب د ۲۸ مې یو عکس په جلال اباد کې د ګلبدین حکمتیار لپاره د راټولې شوې سیاسي غونډې بیروبار مخکې تر دې ښیي چې یوه موټرسایکل د هغه ملاتړي په داسې حال کې ووهل چې هغوی د فوټبال له سټیډیم څخه ووتل. [د ننګرهار د ولایت د رسنیو دفتر]](/cnmi_st/images/2018/03/19/11934-jalalabad_rally-585_329.jpg)
د کب د ۲۸ مې یو عکس په جلال اباد کې د ګلبدین حکمتیار لپاره د راټولې شوې سیاسي غونډې بیروبار مخکې تر دې ښیي چې یوه موټرسایکل د هغه ملاتړي په داسې حال کې ووهل چې هغوی د فوټبال له سټیډیم څخه ووتل. [د ننګرهار د ولایت د رسنیو دفتر]
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، چې د ۴ کسانو مړینه او د دوه ماشومانو په ګډون د ۱۰ نورو ټپي کېدا تاییدوي.
له دې جلا، طلوع نیوز په هرات ولایت کې د یوه چارواکي له قوله وویل، چې لږ تر لږه یو کس د دوشنبې په ماسپښین په یوه مزدحم مارکېټ کې په چاودنه کې ووژل شو.
سمدلاسه هېڅ ډلې د یوې پېښې مسؤلیت هم نه دی اخیستی.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وویل، چې په عین حال کې، یوه ځانمرګي موټر بمي برید د شنبې په ورځ /د کب ۲۶ مه/ لږ تر لږه ۲ تنه ملکیان په کابل کې ووژل. طالبانو د دغه برید پړه پرغاړه واخیسته.
د کورنیو چارو د وزارت مرستیال نصرت رحیمي وویل، ځانمرګي بمي بریدګر د ګلوبل سیکیوریټي شرکت (G4S) په لور موټر ور روان کړی وو «خو هدف ته له رسېدلو څخه مخکې یې ځان ته چاودنه ورکړه».
![افغانان د کب په ۲۸مه په جلال اباد کې له یوه بمي برید څخه وروسته له یوه ټپي شوي سړي سره مرسته کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2018/03/19/11931-000_12s97v-585_329.jpg)