ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر د جمعې په ورځ (د لړم ۳مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د طالبانو یوه ځانمرګي بمي برید په ننګرهار ولایت کې د شپږو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵ کسان ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه پېښه د جمعې په ورځ د ماسپښین خواوشا ۲ بجې په جلال اباد کې پېښه شوه، او زیاتوي چې په وژل شویو کې دوه ملکیان او ډملي امنیت ریاست د ځانګړیو ځواکونو د ۰۲ قطعې درې غړي هم شامل دي.