افغان کمانډوز په کندوز کې ۷۶ تنه اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کندوز -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۱ مه/ راپور ورکړ،چې د افغان ملي اردو د کمانډو ځواکونو د پنځه ورځنیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې په کندوز ولایت کې لږ تر لږه ۷۶ تنه طالب اورپکي ووژل شول.‌

د کمانډو ځواکونو یوه ویاند جاوېد سلیم وویل، دغه پوځي عملیات په امام صیب ولسوالۍ کې ترسره شول.‌

هغه وویل، «یو افسر ووژل شو... او دوه کمانډویان ټپیان شول،»

دغه عملیات،‌ چې هدف یې سیمه له اورپکو څخه پاکول وو،‌ د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېدل.‌

طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500