تاجک محکمې یو فرانسوی تبعه په دې محکوم کړ چې هڅه یې کوله په افغانستان کې له داعش سره یوځای شي

کاروانسرای

دوشنبه -- ای کی آی پرېس د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۳ مه/ راپور ورکړ، چې په دوشنبه کې یوې محکمې یو فرانسوی تبعه، چې هڅه یې کوله چې په ناقانونه توګه له تاجک - افغان پولې څخه تېر شي، محکوم کړ او د ۵ کالو حبس سزا یې ورته واوروله.

یوې امنیتي سرچینې وویل، چې دغه فرانسوی سړی د جولای په میاشت کې د ختلون ولایت په جیحون ولسوالۍ کې نیول شوی وو.‌

سرچینې وویل، چې هغه تاجکستان ته له قرغزستان څخه په ټورېسټي وېزه راغلی وو او پلان یې درلود چې په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې سره یوځای شي. هغه زیاته کړه چې تور موجود دی چې یوه قرغزي سړي، چې محمد نومېده، هغه ته وړاندیز کړی وو چې افغانستان ته به یې راولي.

سرچینې وویل، چې په محاکمه کې فرانسوي ډپلوماټان حاضر ول، او زیاته یې کړه چې محکوم شوي شخص فرانسې ته د هغه بېرته لېږل رد کړل او له دې سره یې هوکړه وکړه چې په تاجکستان کې خپله سزا وویني.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500