ننګرهار -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۴ مه/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۳ تنه جنګیالي ووژل او ۷ تنه نور یې ټپیان کړل.
د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه عملیات د خوګیاڼو ولسوالۍ سره نژدې ترسره شول. خبرپاڼه زیاتوي، چې عسکرو په سیمه کې ګڼ شمېر کلي د داعش له اورپکو څخه تصفیه کړي او عملیات لا روان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو ۶ په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې ضبط کړې دي.