ننګرهار -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر ۲۰ مه/ راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د داعش لږ تر لږه ۵ غړي وژلي دي.
د حکومت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه عملیات د ۲۴ ساعتونو په دوران کې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ترسره شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شویو کې یو تش په نامه قاضي هم شامل دی.
د خبرپاڼې په اساس، افغان امنیتي ځواکونه د سیلاب - ۴ او سیلاب - ۹ عملیات ترسره کوي چې دغه ترهګره ډله په ننګرهار کې له منځه وېسي.