طالب اورپکو په هلمند کې ۱۴ عسکر ووژل

سلام ټایمز

هلمند -- طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ‌ /د ډسمبر ۱۴ مه/ د ولایتي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې طالب اورپکو په هلمند ولایت کې افغان عسکرو ته کمین نیولی او لږ تر لږه ۱۴ تنه عسکر یې وژلي دی.‌

د هلمند والي حیات الله حیات وویل، چې امنیتي منسوبین یوې لیرې پرتې سیمې ته د نشه ییزو توکو د قاچاقچیانو د نیولو لپاره یوې وظیفې ته تللي ول چې طالبانو پرې برید وکړ.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500