افغان پولیسو په لغمان کې د طالبانو مشر وواژه

سلام ټایمز

لغمان -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۹ مه/ راپور ورکړ، چې افغان پولیس افسرانو په لغمان ولایت کې د طالبانو یو مشر، چې افغان حکومت له ډېر وخت راهیسې تعقیباوه، وژلی دی.

د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د طالبانو مشر، چې فرهاد نومېده او په بدر هم مشهور وو، د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۸ مه/ د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د پولیس ځواکونو او اورپکو تر منځ جګړه کې ووژل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې فرهاد په وژنو، د سړک د غاړې بمي چاودنو او نورو ترهګریزو عملونو کې لاس لرلو.

د روانې میاشتې په لومړیو کې،په لغمان ولایت کې د طالبانو د یوه ځایي مشر په کور کې یوې له وخت نه مخکې چاودنې د طالبانو خیالي ولسوال عبدالصمد وواژه. طالب اورپکو په دغه کور کې لاسي چاودېدونکې وسیلې جوړولې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500