کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې، په کاپیسا او لغمان ولایتونو کې ګڼ شمېر اورپکي ووژل شول او د طالبانو یو غټ مشر ونیول شو.
د افغان ملي اردو تورن شېراغا فقیري د دوشنبې په ورځ / د مارچ ۲۰ مه/ پژواک خبري اژانس ته وویل، په هغو ۹ اورپکو کې چې د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې په غبار ۷ عملیاتو کې ترسره شول د دغه ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي هم شامل وو.
د خامه پرېس د دوشنبې د ورځې د یوه راپور په اساس، د لغمان د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، د دوشنبې په ورځ د افغان هوایي ځواک په یوه برید کې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې یو نامعلوم شمېر طالب اورپکي ووژل شول یا ټپي شول.
خامه پرېس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ملي امنیت ریاست منسوبینو د لغمان ولایت په کله کوټ سیمه کې د طالبانو یو مشر ونیو.
د ملي امنیت ریاست وویل، نیول شوي کس د ځمکنیو ماینونو په ښخولو کې لاس درلود.