ګډو عملیاتو په کاپیسا کې ۱۳ طالبان ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه طالب اورپکي ووژل.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې افغان ملي اردو، افغان ملي پولیسو او محلي پولیسو، د عامه نظم پولیسو او د ملي امنیت ریاست په بدراب کلي کې ګډ عملیات ترسره کړل.

چارواکو وویل، چې عسکرو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ ډوله ځمکني ماینونه شنډ کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500