هلمند -- د ولایت د رسنیو دفتر د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر ۲۰ مه/ په خپله فیسبوک پاڼه ولیکل، چې افغان هوایي او ځمکنیو عملیاتو په هلمند ولایت کې ۱۷ تنه طالب اورپکي وژلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په عملیاتو کې په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو مرکزونه په نښه شول.
افغان ځواکونو له طالبانو څخه د ۲ کلاشینکوفونو، ۳ راکټ لانچرونو او ۶ عرادو په شمول وسلې ضبط کړل.
چارواکو وویل چې ملکي خلکو ته تلفات نه دي وراوښتي.
طالبانو سمدلاسه څه تبصره نه ده کړې.