جوزجان -- طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ /د جنورۍ ۲ مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې افغان او ایتلافي هوایي ځواکونو په جوزجان ولایت کې د داعش ډلې لږ تر لږه ۲۶ غړي ووژل.
ځایي چارواکو وویل، ګډ هوایي برید د دوشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱/ په درزاب ولسوالۍ کې د داعش جنګیالیو یوه غونډه وویشتله.
د ولایت امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني وویل، په وژل شویو اورپکو کې «مهم قوماندانان»، څلور فرانسویان او درې ازبکستانیان شامل دي.