امنیتي ځواکونو په کونړ کې د داعش ۱۲ جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

کونړ -- د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له خوا په فیسبوک د یوې خپرې شوې اعلامیې په اساس، افغان ځواکونو د یکشنبې په ورځ /د جنورۍ ۷ مه/ په کونړ ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۱۲ غړي ووژل.

جګړه هغه وخت پیل شوه چې د داعش جنګیالیو په څوکۍ ولسوالۍ کې د داعش ضد یوه ولسي پاڅون پر غړو او افغان محلي پولیسو برید وکړ.

افغان ملي اردو د افغان ځواکونو د تلفاتو په هکله څه نه دي ویلي.

دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې د تېر کال د ډسمبر په ۲۷ مه د پاکستان د طالبانو د تحریک یو جیګپوړی غړی په کونړ ولایت کې د خپلو چاودېدونکو موادو په وسیله ووژل شو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500