ننګرهار -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د جنورۍ ۹ مه/ راپور ورکړ، چې د داعش د ترهګرې ډلې لږ تر لږه درې غړي په ننګرهار ولایت کې په یوه چاودنه کې ووژل شول.
ځایي چارواکو وویل چې یوه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله، چې د یکشنبې په ورځ /د جنورۍ ۷ مه/ ناوخته مهال په اچین ولسوالۍ کې ترهګرو ښخوله، له وخت نه مخکې وچاودېدله.
د ډسمبر په میاشت کې،د پاکستان د طالبانو د تحریک یو جیګپوړی غړی په کونړ ولایت کې د خپلو چاودېدونکو موادو په وسیله وژل شوی وو.