اسلام اباد -- جیونیوز د جمعې په ورځ /د جنورۍ ۱۹ مه/ راپور ورکړ، چې پاکستاني مقاماتو د یوه افغان هلک، چې څو کاله مخکې په دغه هېواد کې ورک شوی وو، کورنۍ وموندله او هغه یې په پاکستان کې افغان سفارت ته وسپاره.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د یوې خپرې شوې خبرپاڼې په اساس، عبیدالله څو کاله مخکې له خپل موراوپلار سره پاکستان ته راغی چې پلار یې په اسلام اباد کې طبي درملنه ترلاسه کړي. عبیدالله د خپل پلار له مړینې څخه وروسته ورک شو، خو د هغه مور بېرته افغانستان ته ستنه شوه.
د اسلام اباد پولیسو عبیدالله د ۲۰۱۵ په نومبر کې وموند. پاکستاني مقاماتو له څو کاله کار کولو څخه وروسته د هغه کورنۍ پیدا کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزیرې تهمینې جنجوعې د جمعې په ورځ عبیدالله په اسلام اباد کې افغان سفارت ته په لاس ورکړ. خبرپاڼه وایي، چې هغه به افغانستان ته لاړ او له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.
د افغانستان د سفارت له خوا یوه خپره شوې خبرپاڼه وایي، چې د افغانستان حکومت او خلک په دې برخه کې د زړه له تله د پاکستان هڅې ستایي.