کابل -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ / د جولای ۲۷ مه/ راپور ورکړ، چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست مؤظفینو یو کابلی سړی چې ۱۵ ورځې مخکې تښتول شوی وو، وژغوره او د تښتوونکیو د حلقې مشکوک مشر یې ونیو.
د ملي امنیت ریاست وویل، مشکوک شخص چې محب الله نومېږي، د یوې ۱۵ کسیزې داړې مشر وو.
ازادۍ راډېو راپور ورکړ چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ / د جولای ۲۶ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې افغان ځواکونو دوه تنه تښتول شوي پاکستاني دپلوماتان وژغورل.
د ازادۍ راډېو د راپور له مخې، دغه دپلوماتان د جون په ۱۶مه هغه وخت ورک شوي ول چې له جلال اباد څخه تورخم ته روان ول، خو افغان ځواکونو په یوه عملیات کې وژغورل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې افغانانو یاد دوه دپلوماتان چې په جلال اباد کې یې کار کاوه، په کابل کې د هغوی سفارت ته وسپارل.