د طالبانو او داعش ګڼو بریدونو د اونۍ د پای په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل

ای اېف پي

کابل -- چارواکو وویل، چې په افغانستان کې د شنبې په ورځ /د فبرورۍ ۲۴ مه/ په یو لړ بریدونو او ځانمرګي بمي چاودنو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان، چې اکثر یې عسکر ول، ووژل شول او له یو درجن څخه ډېر نور ټپیان شول.

په تر ټولو لوی برید کې، طالب اورپکي په فراه ولایت کې د اردو یوه بېس ته ننوتل، چې لږ تر لږه ۱۸ تنه عسکر یې ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، «تېره شپه، د اورپکو یوه لوی ګروپ د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د اردو په یوه بېس برید وکړ. مونږ سیمې ته نور مرستندوی ځواکونه لېږلي دي.»

طالبانو د برید مسؤلیت پرغاړه واخیست. د والي مرستیال یونس رسولي وویل، مقاماتو بالابلوک ولسوالۍ ته یو حقیقت موندونکی پلاوی لېږلی دی چې د برید په هکله پلټنه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ای اېف پي ته وویل، په یوه بل ترهګریز برید کې، یوه ځانمرګي بریدګر خپل چاودېدونکي مواد د سهارنۍ ګڼه ګوڼې په ساعت کې د کابل له دپلوماتیکې ساحې سره نژدې وچول، چې لږ تر لږه درې کسان یې ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل.

هغه وویل، «د سهار په خواوشا ۸:۳۰ بجو، یوه ځانمرګي بمي بریدګر، چې پلی روان وو، ښه لباس یې پر تن او نېکټایي یې لګولې وه، د تلاشۍ په یوه پوسته کې وپېژندل شو. هغه خپل چاودېدونکي مواد وچول، چې درې کسان یې ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل،»

د کابل د بمي برید مسؤلیت داعش پرغاړه واخیست.

په هلمند ولایت کې ځانمرګي موټربمي بریدونه

چارواکو وویل، چې دوه نورو ځانمرګو موټربمي بریدونو په هلمند ولایت کې لږ تر لږه دوه تنه عسکر ووژل او له یو درجن څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.

د والي ویاند عمر ځواک ای اېف پي ته وویل، په لومړۍ پېښه کې، اورپکو په نادعلي ولسوالۍ کې د اردو د یوه بېس پر ضد له یوه هاموي څخه کار واخیست، عسکرو د راکټ په وسیله د وارېدونکي ګرنټ په وسیله عراده ویجاړه کړه.

هغه وویل، «له بده مرغه، ۲ تنه عسکر ووژل شول... او ۷ تنه نور ټپیان شول،»

د نادعلي په نښتې پسې وروسته د ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو دویم ځانمرګی موټربمي برید وشو چې ۷ کسان یې ټپیان کړل.

د هلمند د پولیسو ویاند سلام افغان ای اېف پي ته وویل، دغه برید په ښار کې د پولیسو مرکز سره نژدې د ملي امنیت د ریاست یوه وداني په نښه کړه.

په هلمند کې د دواړو بریدونو مسؤلیت طالبانو پرغاړه واخیست.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500