کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱۰ مه/ افغان ځواکونه د هغوی د ژمنتیا او زړورتیا له امله وستایل، او د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ورځ یې ولمانځله.
د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ورځ، چې هر کال د کب په ۹ مه لمانځل کیږي، لومړی ځل په ۱۳۹۵ کې ولمانځل شوه.
غني د پنجشنبې به ورځ په کابل کې په یوه وینا کې امنیتي منسوبینو ته وویل، چې د هېواد امنیتي ادارو په خپل منځ کې یوه بې سابقې همغږي جوړه کړې ده.
غني وویل، «تاسو، د دې هېواد ریښتني زامن، د افغانستان د ساتنې په ډاډمنولو کې بریالي شوئ. ورونو او خویندو، نن ورځ د افغانستان ساتنه په شک کې نه ده،»
د افغان ولسمشرۍ د ماڼۍ له خوا په یوه نقل شوې اعلامیه کې راغلي، چې هغه وویل، «مونږ به د جګړې په ډګر او سوله دواړو کې بریالیتوب ترلاسه کړو،»