افغان هوایي بریدونو په جوزجان کې د داعش ۱۰ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

جوزجان -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارشنبې په ورځ /د وري ۱۵مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې افغان هوایي ځواک په جوزجان ولایت کې په هوایي بریدونو کې د داعش لږ تر لږه ۱۰ تنه ترهګر ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه هوایي بریدونه د درزاب ولسوالۍ په قزل قشلاق، دریاخانه او پسته بازار سیمو کې وشول.

ځایي چارواکو د سې شنبې په ورځ /د وري ۱۴مه/ وویل، دا هوایي بریدونه وروسته له هغه وشول چې د داعش اورپکو د دوشنبې په ورځ /د وري ۱۳مه/ ناوخته په درزاب ولسوالۍ کې په امنیتي پوستو باندې برید وکړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500