کابل -- پژواک خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ /د وري ۱۶ مه/ راپور ورکړ، چې د ملي امنیت د ریاست منسوبینو د پکتیا ولایت په ګردېز ښار کې د حقاني شبکې یو احتمالي ځانمرګی بمي بریدګر ونیو.
د استخباراتو ادارې په یوه اعلامیه کې وویل، د ملي امنیت د ریاست منسوبینو مشکوک کس، چې د ملي امنیت ریاست د رضاخان په نامه یاد کړی او وایي چې د وفادار په نامه مشهور دی، د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ونیو.
د اعلامیې په اساس، مشکوک کس اعتراف کړی چې پلان یې درلود په ګردېز کې یو ځانمرګی برید وکړي.