لغمان -- طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۳ مه/ د ملي امنیت د ریاست له قوله راپور ورکړ، چې د هغوی فعالانو یو کس، چې غوښتل یې په لغمان ولایت کې ځانمرګی برید وکړي، له ځان چولو نه مخکې ونیو.
د اعلامیې په اساس، مشکوک کس، چې د محمد هارون په نامه یاد شوی، له طالبانو سره ارتباط درلود.
د ملي امنیت ریاست وویل، هغه اعتراف وکړ چې غوښتل یې د ولایت په مرکز مهترلام کې کې په امنیتي ځواکونو برید وکړي.