چارواکي: داعش په ننګرهار کې د درې ورونو سرونه پرې کړل

ای اېف پي

جلال اباد -- چارواکو د دوشنبې په ورځ /د غوايي ۳ مه/ وویل، چې په ننګرهار ولایت کې د درې ورونو سرونه پرې کړای شول،‌ او هغوی د دغو وحشیانه وژنو پړه د داعش په جنګیالیو ور واچوله.‌

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ای اېف پي ته وویل، دغه سړي، چې ۱۹، ۲۴ او ۲۷ کاله عمرونه یې لرل، په چپرهار ولسوالۍ کې له کوره اېستل شوي او د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۲ مه/ وژل شوي دي.

خوګیاڼي وویل، د دغو ورونو له ډلې څخه دوه په وروستیو کې له طب پوهنځي څخه فارغ شوي ول او درېیم یې لا هم په پوهنتون کې محصل وو، او زیاته یې کړه چې د دغو کسانو پلار هم تېر کال د داعش له خوا وژل شوی وو.‌

هغه وویل، «د هغوی جسدونه په چپرهار ولسوالۍ کې، چې هغوی په کې اوسېدل، موندل شوي دي،»

د ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال دغه ظالمانه وژنې تایید کړې او ویې ویل چې په دې برخه کې پلټنه پیل شوې ده.

هغه ای اېف پي ته وویل، «هغوی د وسله والو سړیو له خوا له کوره اېستل شوي، او کلیوالو د هغوی سر پرې کړي جسدونه د هغوی له کور سره نژدې موندلي دي،»

داعش په ننګرهار ولایت کې د افغان او ایتلافي ځواکونو د سخت هوایي او ځمکني کمپاین هدف ګرځېدلی دی.‌

د تېرې میاشتې په وروستیو کېد افغانستان په شمال کې د داعش یو جیګپوړی قوماندان قاري حکمت الله په یوه هوایي برید کې ووژل شو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500