تروريزم

د داعش له خوا د ۳ ورونو سرونه پرې کول عزیزانو ته د اورپکۍ د خطرونو بېلګه ښیي

د خالد زېري راپور

د داعش له یوې تبلیغاتي ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس درې مړه بنديان او د هغوی داعشي وژونکي، چې ماشومان هم په کې دي، ښیي چې خپلې وسلې یې په لاسونو کې نیولې دي.

د داعش له یوې تبلیغاتي ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس درې مړه بنديان او د هغوی داعشي وژونکي، چې ماشومان هم په کې دي، ښیي چې خپلې وسلې یې په لاسونو کې نیولې دي.

ننګرهار -- هغه کسان چې د طالبانو یا داعش ملاتړ کوي باید دوه ځلې فکر وکړي، ځکه چې دا کار د هغوی عزیزان او د کورنۍ غړي له خطر سره مخامخ کوي.‌

د وري په ۲۳ مه د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په ترېلي سیمه کې د درې ورونو د سرونو پرې کول،چې د طالبانو - داعش تر منځ د دښمنۍ په نتیجه کې پېښ شول، یو تازه مثال دی. د خپلوانو او حکومتي سرچینو په وینا،‌ د هغوی پلار، چې تېر کال داعش وژلی وو، له طالبانو سره اړیکې لرلې.‌

د چپرهار ولسوال معلم معشوق سلام ټایمز ته وویل، «د داعش وسله والو سړیو دا درې ورونه په زور له کور نه راواېستل او بیا یې سرونه ترې پرې کړل،»

راتلونکی یې خراب شو

دغه درې ورونه د یوه روښانه راتلونکي په لاره روان ول.‌

محمد نعیم، چې ۲۷ کاله عمر یې درلود، تېر کال په جلال اباد کې د روښان پوهنتون له ستوماتولوجۍ ډیپارټمنټ څخه فارغ شوی وو، په داسې حال کې چې ۲۲ کلن نثاراحمد په ننګرهار ولایت کې په اریانا پوهنتون کې د نرسنګ دوه کلن پروګرام لوست، او ۱۷ کلن عبدالوهاب د ترېلي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکی وو.

د یادو ورونو د یوه خپلوان په وینا، چې غوښتل یې نوم یې یاد نشي، د داعش ۴ غړي د دغې کورنۍ کور ته ورننوتل، نعیم یې وویشت او وواژه او د هغه مېرمن یې ټپي کړه.

بیا هغوی پاتې دوه ورونه یوې نژدې کندې ته بوتلل، ویې وژل او بیا یې له درې واړو نه سرونه پرې کړل.‌

خپلوان وویل،‌ «د درې ورونو یو کوچنی ورور په کور کې پاتې شو، او یو بل یې له وطن نه لیرې په خارج کې اوسېږي،» او زیاته یې کړه چې د کورنۍ نور هېڅ نارینه غړی ژوندی نه دی پاتې.‌ په دې هکله راپور نه دی ورکړل شوی چې په کور کې پاتې ماشوم ورور څنګه له مرګ نه بچ شوی دی.‌

د کورنۍ د غړي په وینا، داعش د کورنۍ مشر ډاکتر نواب یو کال مخکې له دې امله وواژه چې له طالبانو سره یې ښې اړیکې لرلې، او ځینې محلي خلکو دا هم وویل چې هغه یو مهم قوماندان وو.‌

انتقام اخیستل

یادو دوه ډلو په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ډېرې نښتېاو د منابعو په سر جنګونه سره کړي دي او د دواړو خواوو په لسګونو اورپکي مړه شوي دي.

خپلوان وویل، «د پلار له وژنې څخه وروسته، د هغه زامنو هڅه کوله چې د خپل پلار انتقام واخلي. داعش په دې پوه شو او وار یې پرې ورمخکې کړ،»

یوې حکومتي سرچینې سلام ټایمز ته د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې د دوی پلار تېر کال د داعش له خوا وژل شوی او سر یې پرې کړای شوی وو، او داسې ادعا کېده چې هغه له طالبانو او د محلي اورپکو له قوماندانانو سره اړیکې لرلې.‌

محلي اوسېدونکیو همدارنګه سلام ټایمز ته وویل، چې ورونو د انتقام اخیستنې هیله لرله.‌

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي سلام ټایمز ته وویل، «دا بېله مسئله ده چې د هغوی پلار څه کول، لاکن دغو زامنو یو عادي ژوند کاوه، او هغوی په یوه ډېر وحشیانه ډول ووژل شول،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500