غني د ځانمرګو بریدونو پر ضد د فتوا هرکلی وکړ، او په اورپکو یې تاکید وکړ چې تاوتریخوالی پرېږدي

سلام ټایمز

کابل -- ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا د دوشنبې په ورځ‌ /د غبرګولي ۱۴ مه/ په طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی وغندي او د سولې پروسې سره یوځای شي.‌

په یوه ویډیوي پیغام کې،‌غني د ځانمرګو بریدونو پر ضد د فتوا، چې څو ساعته مخکې د افغان علماوو له خوا صادره شوې وه او د سولې غوښتنه یې کوله،هرکلی وکړ.‌

هغه زیاته کړه، حکومت به په بشپړ ډول د علماوو د موقف ملاتړ وکړي.‌

غني وویل، «د روژې په دې مبارکه میاشت کې، زمونږ محترمو عالمانو یو لوی کار ترسره کړ... زه غواړم چې د حکومت او د افغانستان د خلکو په استازیتوب له هغوی څخه د زړه له تله مننه وکړم،»

هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل، «د بین الافغاني خبرو له لارې، د سولې لاره غوره کړئ او د وطن په ورانولو کې د برخه اخیستنې پر ځای، د هغه په جوړونه کې برخه واخلئ،»

غني ژمنه وکړه چې د هغه اداره به داسې یو کاري پلان جوړ کړي چې د دیني عالمانو سپارښتنې تطبیق کړي.‌

طالبانو په یوه اعلامیه کې دا فتوا رد کړه او هغه یې د کابل او د هغه د نړیوالو متحدینو له خوا په اورپکو د زیات فشار راوستلو لپاره یو ادعا شوی پلان وباله.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500