امنیتي ځواکونو په جلال اباد کې یو کس چې غوښتل یې ځانمرګي برید وکړي وواژه

سلام ټایمز

ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې یو احتمالي ځانمرګی بمي بریدګر د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۸مه) مخکې له هغه وواژه چې هغه خپل چاودېدونکي توکي وچوي.

په اعلامیه کې راغلي، چې بریدګر د جلال اباد ښار په ۴مه ناحیه کې یوه کور ته ننوت، او دوه ملکي کسان یې وویشتل.‌

هغه بیا په ګاونډ کې، په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي فریدون مومند په مېلمستون برید وکړ، او مخکې له دې چې ووژل شي یو پولیس افسر یې وویشت.

اعلامیه زیاتوي، امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو یو مشکوک کس نیولی دی.‌

هېڅ ډلې سمدلاسه د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500