کابل -- طلوع نیوز د چارشبې په ورځ /د غبرګولي ۲۳ مه/ راپور ورکړ، چې یوه پخواني طالب چارواکي د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د روانو هڅو په هکله هیله مندي څرګنده کړه.
په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وویل،د دواړو خواوو تر منځ اوربند کیدای شي چې د سولې د یوې پراخې پروسې پیل وګرځي.
هغه د اوربند د اوږدېدلو د احتمال په هکله هیله مندي څرګنده کړه.
ضعیف اوسني افغان حکومت ته په اشاره وویل، «زه د دې نظام د نسکورېدلو ملاتړی نه یم. سوله باید تضمین شي، او په نظام کې اصلاحات راوستل شي، او له هغه سره باید لا نور ملاتړ وشي.»
ضعیف دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چېد طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده د اختر په مناسبت یو پیغام خپور کړ،او په افغانستان کې یې د شخړې د پای ته رسولو لپاره له متحده ایالاتو سره د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه.