ازبکستان 'تیار' دی چې د افغانستان د سولې د خبرو کوربه توب وکړي

کاروانسرای

تاشکند -- ازادۍ راډېو راپور ورکړ، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۸ مه/ تایید کړه چې دغه هېواد تیار دی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د احتمالي خبرو اترو کوربه توب وکړي.

د یاد وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، «د بهرنیو چارو وزارت تاییدوي چې دې ته بشپړ تیاری لري چې د سولې د پروسې په هره مرحله کې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د تحریک تر منځ مستقیمو خبرو اترو ته د تیاري لپاره د ازبکستان په خاوره کې ټول ضروري شرایط برابر کړي،»

دغه وزارت زیاته کړې چې هغوی وار له مخه «د طالبانو له جیګپوړو استازو سره مناسب تماسونه نیولي او کاري ملاقاتونه یې ورسره ترسره کړي دي.»

تېره اونۍ طالبانو ومنله چې د اختر په لومړیو درې ورځو -- د غبرګولي ۲۵ - ۲۷ مه -- کې اوربند وکړي خو له هغه وروسته تمدیدول یې رد کړل. په ورته وخت کې، افغان حکومت خپل ۸ ورځنی اوربند، چې د سې شنبې په شپه /د غبرګولي په ۲۹مه/ پای ته رسېد، د ۱۰ نورو ورځو لپاره اوږد کړ.

د وزارت په اعلامیه کې هیله څرګنده شوې چې دغه اوربند به «د نامعلومې مودې» په مخه اوږد شي.

تر دې مخکې، د وري په میاشت کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزي یویېف په تاشکند کې د افغانستان په هکله د سولېد نړیوال کانفرانس په ترڅ کې وړاندیز وکړ چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ‌ د سولې د خبرو اترو کوربه توب به وکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500