کابل -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۳۱ مه/ د افغان چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو منسوبینو په کابل کې دوه احتمالي ځانمرګي بمي بریدګر ونیول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل، چې امنیتي منسوبینو دغه دوه مشکوک کسان د یوې اطلاع په اساس په میوند واټ کې ونیول.
دانش زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د ځانمرګو بریدونو دوه واسکټونه ضبط کړل.