په لوګر کې د سولې په غونډه کې بمي چاودنې ۸ کسان ووژل

ای اېف پي

کابل -- چارواکو وویل، چې په لوګر ولایت کې د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۷ مه/ یوې بمي چاودنې د سولې په موخه جوړه شوه یوه غونډه کې ۸ ملکي کسان ووژل،چې دا په ګوته کوي چې ملکي خلک د جنګ د پای ته رسولو لپاره د اواز پورته کولو سره سره وژل کیږي.

سمدلاسه هیچا د پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو چارواکو وویل چې بم هغه وخت وچاودېد چې جنګ ځپلي ځایي خلک په چرخ ولسوالۍ کې د دې لپاره راټول شول چې سوله وغواړي.‌

د چرخ ولسوال محمد حنیف حنفي ای اېف پي ته وویل، «۸ کسان، چې ټول یې ملکیان ول، ووژل شول. ۴ نور ټپیان دي. هغوی د سولې د ملاتړ لپاره سره راټول شوي ول،»

په جنګ ځپلي هېواد کې د سولې لپاره غږونو وروسته له هغه زور واخیست چې طالبانو د تېرې میاشتې په وروستیو کې د اختر په مناسبت درې ورځې اوربند وکړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500