افغان ځواکونو په کندهار کې د طالبانو برید په شا وتمباوه، ۱۶ اورپکي یې ووژل

سلام ټایمز

کندهار -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ‌ /د وږي ۲۸ مه/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ /د وږي ۲۷ مه/ په کندهار ولایت کې لږ تر لږه ۱۶ تنه طالب اورپکي ووژل او ۱۴ نور یې ټپیان کړل.‌

د کندهار ولایت امنیه قوماندان، جنرال عبدالرازق، د چارشنبې په ورځ وویل، چې دغه پېښه په شورابک ولسوالۍ کې وروسته له هغه رامنځته شوه چې طالب جنګیالیو د ۵ مې فرقې په سرحدي ځواکونو باندې برید وکړ.

د رازق په وینا، دوه افغان سرتېري ټپیان شول.‌

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500