حکمتیار وایي، طالبان او داعش د یوې سکې دوه مخونه دي

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د اورپکو پخواني مشر او د طالبانو د یو وخت متحد ګلبدین حکمتیارد دوشنبې په ورځ /د تلې ۲ مه/ وویل، طالبان او داعش دواړه یو شی دي او یوازې بیرغونه یې هغوی سره جلا کوي.

حکمتیار د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ننګرهار ولایت اوسېدونکیو سره د یوې کتنې په ترڅ کې وویل، «طالبان او داعش سره یو شی دي، یوازې د هغوی بیرغونه او نومونه سره تغیر شوي دي. هغوی سره ملګري ول... او هغوی ګډ هدفونه او سره ورته شعارونه لري. یوازې [د طالبانو] سپین بیرغ د [داعش] په تور بیرغ بدل شو،»

هغه تېره میاشت په کابل کې د اختر د لمانځه په ترڅ کې وویل، «هر هغه څوک، چې جنګ ته دوام ورکوي او د سولې په مقابل کې ستونزې جوړوي...هغه د خلکو، زمونږ د دین او د هېواد دښمن دی او د خارجیانو خدمت کوي،»

هغه وویل، دغه ډول ډلې د خارجیانو د ګټو لپاره جنګ کوي خو ملامتیا یې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په حضور باندې اچوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500