لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د چارشنبې په ورځ /د لړم ۲ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې لږ تر لږه شپږ طالب اورپکي ووژل.
اعلامیه زیاتوي، چې دغه برید اورپکي د سې شنبې په ورځ /د لړم ۱/ په ګنډه لبوک سیمه کې په نښه کړل.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.