د ایتلاف هوایي برید په لغمان کې ۳ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوشنبې په ورځ /د لړم ۱۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ایتلاف یوه هوایي برید د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې لږ تر لږه درې طالب اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې د برید د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته راغلي، چې په وژل شویو کې د طالبانو یو محلي قوماندان الله یار هم شامل دی.‌

اعلامیه زیاتوي، چې درې نور اورپکي ټپیان شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500